Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا ملبورن ښار کې افغانانو ته د يو لوی جومات جوړولو اجازه ورکړل شوه

The concept of Afghan mosque in Melbourne

د اسټراليا ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز او د عمرفاروق جومات ټولنې ياد ښار کې د يو نوي جومات جوړولو اجازه ترلاسه کړه.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز او د عمرفاروق جومات ټولنې ياد ښار کې د يو نوي جومات جوړولو اجازه ترلاسه کړه.


د يادې ټولنې وياند حاجي روښان اکبر په وينا، د افغانانو ياد جومات به په يو وخت کې د دوه زرو کسانو لمونځ کولو ځای ولري.

ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات ټولنې غړو له ډيرو کلونو راهيسې د ياد جومات جوړيدو لپاره هلې ځلې کولی او له کلونو زيار وروسته تيره اونۍ د ملبورن ښار ځايي کونسل د ياد جومات جوړيدو اجازه ورکړه.

اټکل کيږي چي د جومات ابادولو چارې راتلونکو څو مياشتو کې پيل شي او دوه کلونو کې جومات جوړ او د خلکو پر مخ پرانيستل شي.

The concept of new Afghan Mosque in Melbourne
Source: Supplied

ملبورن ښار کې د افغانانو تر ټولو لوی جومات جوړولو باندې له څلور ميليونو څخه تر پينځه ميليونو ډالرو لږښت راځي.

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د افغانانو اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات وياند حاجي روښان اکبر سره مو مرکه کړې، تاسې لا نور ډير معلومات په مرکه کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now