Carl Montgomery-Flickr Source: Carl Montgomery-Flickrپخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډېورنډ کرښې او ګاونډیو هېوادونو ته د بهېدونکو اوبو پر سر بحث د افغانانو بشري حق دی او کوم هېواد باید ترې خفه نشي.نوموړی وايي، د هېواد د پولو په تېره بیا د ډېورنډ کرښې او اوبو څخه افغانانو زیاتې ستونزې لیدلې دي.کرزي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، په دې اړه بحث د افغانانو انساني حق دی نو ځکه هیله لري چې ګاونډي هېوادونه هم له افغانستان سره تفاهم ولري.هغه د افغانستان نوین مطالعاتي او څيړنیز مرکز پرانېست غونډې ته چې د افغانستان د پولو او اوبو په اړه څېړنې کوي وویل، له پاکستان نه غواړي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانو دریځ درک کړي.يادې موضوع په اړه تاسو ته يو بشپړ رپوت لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
By Abdul Rauf Zazai, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode contentShare this with family and friends
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډېورنډ کرښې او ګاونډیو هېوادونو ته د بهېدونکو اوبو پر سر بحث د افغانانو بشري حق دی او کوم هېواد باید ترې خفه نشي.نوموړی وايي، د هېواد د پولو په تېره بیا د ډېورنډ کرښې او اوبو څخه افغانانو زیاتې ستونزې لیدلې دي.کرزي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، په دې اړه بحث د افغانانو انساني حق دی نو ځکه هیله لري چې ګاونډي هېوادونه هم له افغانستان سره تفاهم ولري.هغه د افغانستان نوین مطالعاتي او څيړنیز مرکز پرانېست غونډې ته چې د افغانستان د پولو او اوبو په اړه څېړنې کوي وویل، له پاکستان نه غواړي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانو دریځ درک کړي.يادې موضوع په اړه تاسو ته يو بشپړ رپوت لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.