دا غونډه داسې مهال جوړيږي چې پدې وروستيو کې د طالبانو ځينو استازو لخوا د افغانستان شته نظام له مينځه وړلو څرګندونې وشوې کوم چې د ډيرو افغانان له کلک غبرګون سره مخ شول.
يادې غونډې کې د افغانستان پخوانيو چارواکو او سياسي څيرو په ګډون مخورو کسانو او لسګونه نورو افغانانو ګډون کړی وه.
د افغانستان په ګډون د نړۍ ځينو نورو هيوادو کې د افغانستان شته نظام څخه ملاتړ لپاره سترې غونډې جوړې شوي او ډير پدې اند دي چې دا نظام د ډيرو قربانيو ورکولو سره مينځته راغلی او بايد يې ساتنه او ملاتړ وشي.
ټولنيز فعال او يادې غونډې ګډوال عزت الله عالم اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې وويل چې ولسمشران ټاکنو له لارې بدليږي ولې نظام بايد پر خپل ځای پاتي شي او د سياسي لوبو ښکار نشي.
د اسټراليا ويکټوريا ايالت غونډې له ګډونوال او ټولنيز فعال ښاغلي عزت الله عالم سره مو ياډې غونډې په اړه مرکه کړې، ياده بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

Source: Ezatullah Alam