Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې افغانې ټولنې اور ځپلو سره د ۲۰،۰۰۰ ډالرو مرسته وکړه

AICOM donated to bushfire victims

د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د عمر فاروق جومات او د افغان اسلامي مرکز په مشرۍ افغان ټولنې له اور ځپلو سره د شل زرو ډالرو مرسته وکړه.


خپور شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د عمر فاروق جومات او د افغان اسلامي مرکز په مشرۍ افغان ټولنې له اور ځپلو سره د شل زرو ډالرو مرسته وکړه.


د يادې ټولنې مشر ښاغلي پاچا نوري له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، "دا مو اسلامي او انساني فريضه ده ترڅو په سخت وخت کې له اسټراليايانو سره مرسته وکړو."

د ښاغلي نوري په وينا د اسټراليا ښو باندې خوښ او بدو باندې خپه کيږو.

اسټراليا کې د تير کال جون مياشت راهيسې بيلابيلو ايالتونو ځنګلونو کې اورونه لګيدلي چې تر دې دمه يې نږدې ۱۸ ميليونه هکتاره ځمکه سوځولې، زرګونه ودانۍ يې ويجاړې کړي او هم ۳۰ اسټراليايانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي.

Firefighting crews battle a bushfire encroaching on properties near Lake Tabourie on the Princes Highway between Batemans Bay and Ulladulla.
Source: AAP

افغانان د اسټراليا تاريخ سره تړلي دي او شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندې اسټراليا ته راغلي او د اسټراليا ابادولو کې يې رغنده رول لوبولی.

ښاغلی نوري وايي، د هماغو افغانانو لارې څارې او له اسټراليا سره مرسته کوي.

د ښاغلي نوري په وينا، شل زرو ډالرو مرسته د اسټراليا پارلمان غړي ته د افغانانو جومات کې وسپارل شوې چې د ښاغلي په وينا ياد وکيل له يادې مرستې څخه ډيره خوښي څرګنده کړه او د شوو مرستو ذکر د اسټراليا پارلمان کې کوي.

اسټراليا چې د نړۍ يو له پر مختللو څو کلتوريزو هيوادو څخه دی، ډيره کې يې د نورو هيوادو وګړو ته ياد هيواد کې د اوسيدو ځای ورکړی او د نورو کلتورونو خلک خپل مذهب او کلتور په ازادی سره پر مخ وړي.

د اسټراليا ځنګولونو کې اورونه لا ندي مړه شوي او سږ کال د يو وچ او ګرم کال وړاندوينې سره د اور لګيدو يا خپريدو خطر ډير دی.

ملبورن ښار کې د عمر فاروق جومات کميټې او د افغانانو اسلامي مرکز مشر پاچا نوري مرکه دلته واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now