په افغانستان کې د چاودنو زیاتوالي‌؛ خلک: طالبان هم د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي

Taliban inspect the scene of a bomb blast that targeted a Shiite Muslims mosque in Kunduz, Afghanistan, 08 October 2021.

Taliban inspect the scene of a bomb blast that targeted a Shiite Muslims mosque in Kunduz, Afghanistan, 08 October 2021. Source: AAP, EPA

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له بیا واکمنیدو راپدیخوا د بې کارۍ، بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو سربېره په دې وروستیو کې ددغه هېواد د پلازمینې په ګډون په بیلابیلو ښارونو کې چاودونو، جګړو او بمباریو اندیښنې راپارولي دي.


کابل، کندوز، بلخ د افغانستان له هغو ښارونو څخه دي چې په تېر یوه میاشت کې د خونړیو چاودونو شاهدان ول چې په دې چاودنو کې ښوونیزې ادارې او جوماتونه په نښه شول.

د دې چاودنو وروستۍ خونړۍ هغه يې د جمعې په مازیګر په کابل ښار کې د خلیفه صاحب په نوم یو مشهور جومات کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې يې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله وواښته.

په تېره یو مېاشت کې په افغانستان کې د چاودنو، جګړو او بمباریو له امله له ۲۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او نږدې څلور سوه نور ټپیان شوي دي چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم په شامل دي.

ددغو چاودونو مسوولیت چې اکثر يې داعش ډلې په خپله غاړه اخیستي، په کور دننه او له افغانستان د باندې پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

په دې ترڅ کې عام افغانان وايي، که څه هم د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې نسبي امنیت راتګ ته خوشبین ول خو وروستیو چاودنو د دوی باور ناسم ثابت کړو.

دغه شمېر افغانان له دې ویریږي چې امنیتي وضعیت له دې خراب او ان مدیریت يې د وسله والو طالبانو له ولکې ووځي.

پدې اړه بشپړ رپوټ واورئ.

زمونږ فيسبوک پا‌ڼې له لارې دا او نور مطالب اوريدلی او لوستلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now