د اسیا کپ سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او تر ۲۸ نیټې به دوام ولري.
د افغانستان د کریکټ بورد د غوراوي کمېټې مشر، نوروز منګل د یوه خبري کنفرانس پر مهال د اسیا کپ سیالیو لپاره د کریکټ لوبدله اعلان کړې چې د ۱۷ لوبغاړي نومونه په کې شامل دي.
په اعلان شوي لیست کې د شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت ، رحمت شاه زرمتی،اصغر افغان، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدران، سمیع الله شینواری، منیر احمد کاکړ، نبي عیسی خیل، ګلبدین نایب، راشد خان، شرف الدین اشرف، مجیب ځدران، افتاب علم ، سید احمد شېرزاد او وفادار مومند نومونه لیدل کیږي.
د اسیا کپ سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۵ مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او تر ۲۸ نیټې به دوام ولري.
د یادو سیالیو په اړه لا ډېر معلومات په راپور کې واورئ.






