Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

يوه څلور کلنه انجلی پاکستان ته داخليدو اجازه نه ترلاسه کولو وروسته تورخم کې پردي کس ته ورکړل شوه ترڅو يې پاکستان کې درملنه وکړي

Durand Line - Torkham

د افغانستان او پاکستان ترمينځ سياسي کړکيچ ډيري قربانيان عام خلک دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د افغانستان او پاکستان ترمينځ سياسي کړکيچ ډيري قربانيان عام خلک دي.


د تورخم دواړه خواوو ته خلک نه يوازې خپل کورنيو غړو يا دوستانو ليدو لپاره دواړو خواوو ته سفر کوي بلکې د درملنې لپاره هم ډير شمير افغانان پاکستان ته مخه کوي.

پدې وروستيو کې پاکستان لخوا افغانانو ته د ورتګ ستونزې ډيرې شوي او بله خوا ډير شمير افغانان هم په اسانۍ نشي کولی ترڅو پاکستاني ويزه ترلاسه کړي چې له مخه يې قانوني سفر وکړي.

يوه څلور کلنه انجلۍ چې کورنۍ يې غوښتل پاکستان ته يې توخم له لارې درملنې لپاره يوسي د پاکستاني چارواکو لخوا ورته پاکستان ته داخليدو اجازه ورنه کړای شوه او هماغه وه چې يادې کورنۍ څلور کلنه کاينات يو پردي کس ته تورخم کې وسپارله ترڅو پاکستان ته يې يوسي او د خپلوانو په لاس يې ورته درملنه وکړي.

د يادې انجلی کورنۍ دا هم ويلي چې که څلور کلنه کاينات روغه نه شي او خپل ژوند له لاسه ورکړي نو هماغه پاکستان کې دې خاورو ته وسپاري.

کاينات پاکستان کې نورو خپلوانو ته وسپارل شوه او يادې پيښې د ځايي چارواکو پام ځانته کړ.

Afghan ambassador to Pakistan, pays visit to the hospital where Kainat is getting treatment.
Source: Supplied

ځينو ټولنيزو رسنيو له لارې د يادې انجلی کيسې د خلکو پام ځانته اړولو ورسته اوس کاينات د پيښور په رحمن ميډيکل سينټر کې درملنې لاندې ده.

اسلام ګل افريدي يادې پيښې په اړه بشپړ رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now