د پاکستان کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد تورخم ته سفر کړی او هلته يې خبريالانو سره خبرو کې يې پر هند رسنيو کلکې نيوکې کړي.
شيخ رشيد خبريالانو سره خبرو کې وويل، طالبانو واکمنۍ وروسته شاوخوا ۴۰۰۰ افغانان پاکستان ته تللي او بيا شاوخوا ۱۰۰۰۰ بيرته افغانستان ته ستانه شوي.
رسنيو سره خبرو کې نوموړي زياته کړه، افغانانو د هند استخباراتو او هم د افغانستان استخباراتو ادارې ( ملي امنيت) ته ماتې ورکړې.
دا پداسې حال کې ده چې د سيمې هيوادونه هڅه کوي له طالبانو سره ښې اړيکې ولري او پر ځينو برخو کې له طالبانو سره مرستې کوي.
بله خوا د پاکستان اطلاعاتو مشر فواد چوهدري ويلي، د نړيوالو افغانستان څخه ويستلو برخه کې د پاکستان ملي هوايي شرکت PIA مهم رول لوبولی او د بهرنيانو ويستلو کې يې مرسته کړې.
نور جزيات پيښور کې زمونږ همکار اسلام ګل افريدي په رپوټ کې واورئ.




