د هغې پښتنې کورنۍ کيسه کوم چې پر ايډز بيمارۍ اخته شوي
Islam Gul Afridi Source: Islam Gul Afridi
ايډز ناروغي او د ټولنې ځيني دودونه هغه څه دي چې ځيني وګړي کيدای شي درملنې پرته خپل ژوندونه له لاسه ورکړي.د ايډز ناروغی باندې کيدای شي د پښتنو ټولنې ځيني غړي اخته وي ولې هغؤی ډيره کې يا خو د يادې بيمارۍ درملنه نه کوي او يا هم ټوله کې غواړي چې خپله بيماري پټه وساتي. يو شخص کيدای شي له بيلابيلو لارو د ايډز پر بيمارۍ اخته شي ولې له ټولو اړينه خبر داده چې که د يادې بيمارۍ لپاره په وخت درمل وخوړل شي او درملنه يې وشي نو بيا دا بيماري تر کنټرول لاندې راځي او يو شخص ډير وخت ژوندی پاتې کيدای شي .زما همکار اسلام ګل افريدی له هغه واده شوې جوړې سره خبرې کړي کوم چې پر ايډز بيمارۍ اخته شوي .ياد رپوټ دلته واورئ
شریکول


