د اسټراليا ويکټوريا ايالت د زرګونو افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو کور دی. دا مهال ياد ايالت د کرونا ويروس لمن کې دی او هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ نوې پيښې ثبت کيږي.
داچې ولې د اسټراليا دويم ډير نفوس لرونکی ايالت د کرونا ويروس دويمې څپې سره مخ شو، ياد ايالت کې مو فعال ډاکټر ښاغلي خوشحال ميړني سره مرکه کړې.
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې ښاغلي ميړني د خلکو او هم حکومت بې غوري د شته ناورين حالت رامينځته کيدو وجه بيان کړه.
د ښاغلي ميړني په وينا، ګڼ شمير افغانان دا مهال پر کرونا ويروس اخته دي او ځيني يې روغتون کې بستر دي.
د ويکټوريا ايالت روغتيا برخې چارواکو لدې وړاندې ويلي، ح مهاجرو ټولنو ځيني غړي دا ناروغي جدي نه نيسي او پر ځينو افسانو او غلطو معلوماتو باور کوي.
ډاکټر ميړنی وايي، حال داچې اوس ډير افغانان دا مرض جدي نيسي ولې ځيني يې اوس هم بې غوري کوي.
افغان ټولنه کې ځيني کسان پر کرونا ويروس اخته کيدو وروسته خپل مرض پټوي او نه غواړي بل څوک پرې پوه شي، د ښاغلي ميړني په وينا دا سوچ او کړنه نور ډير خطرونه رامينځته کوي.

Source: Supplied
ويکتوريا ايالت کې اوس هم ځيني افغانان پر کرونا ويروس اخته کيدو وروسته دا مرض له نورو پټوي.
ملبورن ښار کې ميشت ډاکټر خوشحال ميړني له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کړې او ټولو هغو برخو باندې يې رڼا اچولې کوم چې کيدای شي ډيرو لپاره روښانه نه وي.
بشپړه مرکه واورئ.