د باکسینګ ورځ په آسټرالیا کې د کلتوري او سوداګریز اهمیت یو ځانګړی ترکیب دی.
په داسې حال کې چې د باکسنګ ورځ دلته قوي مذهبي مفهوم نلري، مګر دا هغه ورځ ده چې آسټرالیایان خپل د کرېسمس جشنونه پراخوي.
دغه ورځ ډیری وخت د کورنیو لپاره د کباب پخولو، د کرېکټ لوبې او له سیډني څخه هوبارت ښار ته د کښتۍ ځغلولو سیالۍ ورځ ده.
له بلې خوا ، ډیری آسټرالیایان دې ورځې ته سترګې په لار وي ترڅو پلورنځیو ته ولاړ شي او غوره خریداري وکړي.

د باکسنګ ورځ په آسټرالیا له کرېسمس یوه ورځ وروسته د ډېسمبر په ۲۶مه نېټه لمانځل کېږي او په دغه هېواد کې عمومي رخصتي وي.
دا ورځ د برتانیا په تاریخ کې ریښې لري، په دغه ورځ به د خدمت کارمندانو ته په بکسونو کې د کرېسمس تحفې ورکول کېدې چې د کرېسمس باکس په نوم یادېدلې.
د موناش په پوهنتون کې د مذهبي مطالعاتو د مرکز پروفیسور کانسټنټ میوز وايي چې د کرېمسس په مناسبت د تحفې ورکولو دود ۱۶مې پېړۍ ته رسېږي.
د دغې ورځې په اړه مهم معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.











