په افغانستان کې له کله چې طالبان بیا واکمن شوي له دې هېواد بهر د دې ډلې په وړاندې یو شمېر سیاسي خوځوښتونو خپل موجودیت اعلان کړی, ولې بيا شنوونکي وايي دا ډول سياسي خوځښتونه چې پکې پخوانی سياسي څيرې وي کومه اغيز ونه کړي.
په تازه مورد کې د شنبې په ورځ د افغانستان د سولې او عدالت خوځښت د تغیر په شعار خپل موجودیت اعلان کړ.
د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت ادارې پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي په ګډون ددغه حرکت اکثریت غړي د افغانستان د پخواني حکومت سیاسي او نظامي څیرې، د مدني ټولنې غړي، میرمنې او یو شمېر متخصیص دي.
دغه حرکت په خپله لومړنۍ انلاین غونډه کې د شنبې په ورځ په افغانستان کې د تغیر غوښتنه وکړه.
ددغه حرکت غړي او د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر وویل، د دې حرکت موخه په افغانستان کې سوله او یو داسې نظام جوړیدل دي چې د خلکو په اراده او رایه جوړ او کورنۍ او نړیوال مشروعیت ولري.
ښاغلي اتمر زیاته کړه د اوسني نظام نه مشروعیت هغه بحران رامنځته کړی چې د نورو بحرانونو د حل لاره يې په تپه درولي ده.
نوموړي په دې غونډه کې همدارز وویل، د دوحې تړون عملي شوی نه دی او د جمهوري نظام په سقوط کې د دې نظام مشران، طالبان او بهرنیان ملامت وو.
دا او نور سياسي خوځښتونه مو سياسي شنوونکو له نظره څيړلي چې په اړه يې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.




