عوامي نيشنل پارټي اسټراليا کې څانګه پرانيستله

ANP Australia

Source: Supplied

د پښتنو تر ټولو اوږد تاريخ لرونکي سياسي ګوند (عوامي نيشنل پارټي) لومړي ځل لپاره اسټراليا کې خپله څانګه پرانيستله.


اسټراليا کې لومړي ځل لپاره د باچاخان لارښود او عمل تر سيوري لاندې د عوامي نيشنل پارټي څانګه پرانيستل شوه.

د پښتنو تر ټولو تاريخي سياسي ګوند چې لا اوس هم په پاکستان کې پراخ فعاليت لري او د ياد هيواد ترڅنګ په ۱۳ نورو هيوادونو کې څانګې لري چې له هغې لارې بهر هيوادونو کې پښتنو ته خدمت ترڅنګ پښتانه سره نښلوي.

اسټراليا کې د عوامي نيشنل پارټي رسمي غونډه د يکشنبې په ورځ د نومبر مياشت پر ۱۴ نيټه  سيدني ښار کې جوړه شوه چې پکې ګڼو پښتنو ګډون کړی وه.

اسټراليا کې د ياد ګوند مشري کامله مياخيل کوي.

اغلې له اس بي اس پښتو سره مرکې دوران کې وويل، له ۵ مياشتو ناستو او مشورو او هم د عوامي نيشنل پارټی مرکزي دفتر څخه تر اجازې اخيستلو وروسته يې اسټراليا کې د ياد ګوند څانګه پرانيستله.

اغلې وايي، عوامي نيشنل پارټي يوازي سياسي موخې نه لري بلکې د ياد ګوند غونډو او فعاليتونو له لارې پښتنو ته تاريخ، کلتور، ژبه او هوسا ژوند لارې ښودل کيږي.

د اغلې مياخيل په وينا، اسټراليا کې پښتانه د ياد ګوند چتر لاندې راټوليدلی شي او نه يوازې اسټراليا کې ميشتو پښتنو لپاره ډير ګټور پروګرامونه جوړوي بلکې د اسټراليا او له اسټراليا څخه بهر پښتنو يوځای کولو کې به هم ياد ګوند رغنده رول ولوبوي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره په اسټراليا کې د عوامي نيشنل پارټي مشرې کامله مياخيل بشپړه مرکه واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now