له اسټراليايي توقيف ځايو څخه که کډوال خپلو هيواد ته ولاړ شي ورته پيسې ورکول کيږي

Manus Island detention centre AAP

Manus Island detention centre AAP Source: Manus Island detention centre AAP

داسې رپوټونه خپاره شوي چې ويل کيږي اسټرليايي حکومت له مانوس ايلنډ پناه غوښتونکو توقيف ځي څخه ۱۰۰ پناه غوښتونکي د پاپو نيو ګيني پلازمينه پورټ موريسبي ته انتقال کړي.د پناه غوښتونکو دا ليږد ويل کيږي چې د اسټراليايي حکومت هغه پلان برخه ده د کوم له مخه چې له اسټراليا څخه باهر د پناه غوښتونکو توقيف ځايونه بندوي.د اسټراليا حکومت هغه پلان ته لا دوه مياشتې وخت پاتې د کوم له مخه چې پاپو نيو ګيني او هم نارو هيوادو کې د پناه غوښتونکو توقيف ځايونه په رسمي ډول بندوي.حکومت له يادې نيټې رارسيدو لا دمخه ځيني پناه غوښتونکي نورو ځايو ته ليږي او داسې ښکاري چې د يادو توقيف ځايو تړلو چارې له اوسه پيل شوي.اسټراليايي حکومت ۱۰۰ پناه غوښتونکي له مانوس ايلينډ توقيف ځي څخه ويستي او د پاپو نيوګيني پلازمينه پورټ موريسبي ته انتقال کړي او ويلي دي چې ياد پناه غوښتونکي درملنې لپاره ليږدول شوي ولې د اسټراليا ملي رسنۍ ای بي سي رپوټ له مخه په داسې وخت کې د پناه غوښتونکو انتقال شکونه رابرسيره کوي.مانوس ايلنډ کې د پناه غوښتونکو کمپ د اوکتوبر مياشت پر ۳۱ نيټه تړل کيږي.ياد توقيف ځي کې پاتې پناه غوښتونکو ته داسې ليکونه استول شوي چې هغو کې دوی ته د اوسيدو غوراوې ورکړل شوې او هغې کې ورته دا هم ويل شوي چې همدا کډوال کولی شي بيرته خپلو هيوادو ته ولاړ شي.داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې همدې کډوالو ته پيسه ورکول کيږي که چيرې دوی وغواړي بيرته خپلو هيوادو ته ولاړ شي.بشپړ رپوټ دلته واورئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service