Young couple, woman looking at camera, man looking at woman Source: PhotoAltoپه اسټراليا د ځوانانو خوی معلومولو لپاره نوې څيړنه ترسره شوې او موندل شوي چې د پام وړ شمير ځوانان د ښځو حقونو او يا جنسي ځورونې پر مسلې روښانه دريځ نه لري. معنی داچې ډير پدې نه پوهيږي چې د هغوی کوم کارونه د تاوتريخوالي يا ځورونې وي. پدې څيړنه کې يوې مسلې چې د ډيرو پام ځانته اړولې هغه د هلک او انجلۍ ترمينځ جنسي اړيکې مسله ده. له پوښتل شوو هلکانو څخه ځيني يې ويلي پدې نه پوهيږي چې ايا جنسي کار وخت کې يوه اجنلۍ په رښتيا دوی منع کوي او يا عادت له مخه دا کار کوي، ځکه ددوی په وينا انجونې جنسي ځورونه ښوښوي. بله په زړه پورې موندنه داده چې د هلک لخوا د انجلۍ کنټرول که هغه موبايل وي او يا د انجلۍ څارنه دې ته هم هلکان د ځورونې په نظر نه ګوروي حال داچې قانون کې دا د ځورونې يو ډول دی. تاسو ته يادې څيړنې موندلې مو راخيستي چې پدې تيار شوي رپوټ کې يې اوريدلی شئ.
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
By Abdullah Alikhil, Michelle Rimmer
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode content
Share this with family and friends
په اسټراليا د ځوانانو خوی معلومولو لپاره نوې څيړنه ترسره شوې او موندل شوي چې د پام وړ شمير ځوانان د ښځو حقونو او يا جنسي ځورونې پر مسلې روښانه دريځ نه لري. معنی داچې ډير پدې نه پوهيږي چې د هغوی کوم کارونه د تاوتريخوالي يا ځورونې وي. پدې څيړنه کې يوې مسلې چې د ډيرو پام ځانته اړولې هغه د هلک او انجلۍ ترمينځ جنسي اړيکې مسله ده. له پوښتل شوو هلکانو څخه ځيني يې ويلي پدې نه پوهيږي چې ايا جنسي کار وخت کې يوه اجنلۍ په رښتيا دوی منع کوي او يا عادت له مخه دا کار کوي، ځکه ددوی په وينا انجونې جنسي ځورونه ښوښوي. بله په زړه پورې موندنه داده چې د هلک لخوا د انجلۍ کنټرول که هغه موبايل وي او يا د انجلۍ څارنه دې ته هم هلکان د ځورونې په نظر نه ګوروي حال داچې قانون کې دا د ځورونې يو ډول دی. تاسو ته يادې څيړنې موندلې مو راخيستي چې پدې تيار شوي رپوټ کې يې اوريدلی شئ.