اسټراليایي ټکنالوژي د زرګونو افغان امنیتي ځواکونو ژوند ژغوري

Redwing counter-improvised explosive device (IED) force protection systems

REDWING counter-improvised explosive device (IED) protection systems Source: ADF

اسټراليا او افغانستان ۵۰ کلنې ديپلوماتيکي اړيکې داسې مهال لمانځي چې افغانستان له سخت امنيتي او سياسي بهير څخه تيريږي.


د افغانستان او اسټراليا ديپلوماتيکو اړيکو ۵۰ کليزه د استراليا ټولو لويو ښارونو په ګډون د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم ولمانځل شوه.
50th year anniversary of Afghanistan and Australia diplomatic relations.
Source: ARG
په تيرو ۱۸ کلونو کې اسټراليا له افغانستان سره ۱.۸ ميليارده ډالر مرسته کړې او د يادې مرستې ترڅنګ يې پوځيانو روزنه او تر ۲۰۱۴ کاله پورې ترهه ګرو خلاف نظامي عمليات هم کړي.
NSW Parliament celebrates the 50th year of Afghanistan and Australia diplomatic relations.
NSW Parliament celebrates the 50th year of Afghanistan and Australia diplomatic relations. Source: SBS Pashto
افغان امنيتي ځواکونه چې د نړيوالو ترهه ګرو خلاف جګړه کې بوخت دي يو له سترو ننګونو څخه یې په ځمکه کې خښ شوي ماينونه دي چې له امله يې ګڼو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

په کال ۲۰۱۴ کې لومړي ځل لپاره د اسټراليا دفاع وزارت ټکنالوژۍ برخې پر يو داسې آلې جوړولو کار پيل کړ کوم چې د سرک غاړې ماينونه معلوموي او هم دا آلی افغان امنيتي ځواکونه خپل نظامي واسکټونو کې لګوي او پر پښو ګزمو کولو کې ورسره ډيره مرسته کوي.

که چيرې دوی له کوم ځای پر ځای شوي ماين سره مخ شي نو ياده آله يې معلوموي او ددوی ژوند ژغوري.

د يادې ماين موندونکې آلې يا سيسټم نوم REDWING  دی چې يوازې د افغانستان حالت ته په کتو اسټراليايي دفاع وزارت ټکنالوژی برخې اختراع کړه او تر دې دمه يې ۲۰۰،۰۰۰ له همدې آلو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلي.

تاسو ته مو د افغانستان او اسټراليا نظامي او ديپلوماتيکو اړيکو په اړه بشپړ رپوټ برابر کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service