د اسټراليا روغتيا وزير د روان کال پيل کې ويلي ول چې د اسټراليا پولې به د روان کال پای کې پرانيزي ولې بله خوا پدې وروستيو کې چارواکي داسې څرګندونې کوي چې ګواکې پولې د بل کال تر نيمايي پورې نه پرانسيتل کيږي.
د اسټراليا حکومت لخوا د کرونا ويروس واکسين تطبيق چارې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډاکټران وايي په شرايطو برابر کسان واکسين کولو ته زړه نه ښه کوي.
اسټراليا کې معلولين بيا وايي چې حکومت ډير لږ شمير معلولينو ته چې د کرونا ويروس ډير خطر سره مخ هم دي واکسين رسولی.
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن د سرحدونو پرانيستلو په برخه کې د حکومت ښکاره پلان شريکولو څخه انکار کوي او وايي، د اسټراليا پولې او نور بنديزونه به تر هغه پر خپل ځای وي ترڅو چې حالت نه وي خوندي شوی.
اسټراليا چې دا مهال له نيوزيليند سره آزاد سفر کولو هوکړه لري داسې بريښې چې نيوزيليند وروسته به له ځينو نورو هيوادونو سره هم خپل پولې پرانيزې او دويم هيواد به سينګاپوري وي ترڅو د دواړو هيوادونو خلک به آزاد سفر وکړي.
پر لومړي وزير سکات موريسن فشارونه ډير شوي او له نوموړي غوښتل کيږي چې د اسټراليا پولې دې پرانيزې او د خلکو تګ راتګ ته د خوندي لارې اجازه ورکړي.
لومړی وزير سکات موريسن وايي، حکومت پلان لري ترڅو خپل پولې راتلونکي کال نيمايي وروسته پرانيزې او دې برخه باندې کار روان دی.
تاسو ته مو يادې موضوع په اړه رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.




