اسټراليا د افغانستان حالت څيړلو لپاره د ځينو هيوادو د څيړونکو ناسته جوړه کړه

Mosque in Kabul Afghanistan.

Mosque in Kabul Afghanistan. Source: Fardin Waezi, UNAMA

.د افغانستان اوسني حالت يو ځل بيا د نړيوال پام ځانته اړولې


دا مهال د امريکا او طالبانو مخامخ ناستې روانې دي، د سولې خبرې د افغانستان حکومت په ګډون د نړۍ يو شمير هيوادو انديښنې او هم هيلې له ځانسره لري.

اسټراليا، امريکا، هندوستان او چاپان څيړنکو او ارزونکو يوه ګډه همکارۍ ډله جوړه کړې کوم چې بيلابيلو هيوادو پر مسايلو بحثونه کوي او خپلې ارزونې د يادو هيوادو مشرتابه ته وړاندې کوي.

دا ځل اسټراليا سيدني ښار کې د يادې ارزونې ډلې ناسته جوړه شوه په کوم کې چې د افغانستان څيړنيز مرکز مشرې اورځلا اشرف نعمت هم ګډون کړی وه.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې مشرې اورځلا اشرف نعمت د څلورو هيوادو ارزونې ناستې ته وربلل شوې وه او اغلې له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې وويل چې دا ناسته د افغانستان شته نظام په ملاتړ پای ته ورسيده.

د اغلې په وينا د افغانستان سولې موضوع او له طالبانو سره خبرو دوران کې د افغانستان د حکومت تيرو لاسته راوړنو خونديتوب او له شته نظام څخه ملاتړ د ګډونوالو د بحث موضوع وه.

داچې ددې غونډې اغيزې به د افغانستان پر اوسني حالت څه وي او د يادو هيوادو څيړنيزو مرکزو استازې به خپلو هيوادو مشرتابه وو ته څه له ځانسره وړي.

اس بي اس پښتو خپرونې د افغانستان د څيړنيز او ارزونې د مرکز له مشرې ډاکټرې اورځلا اشرف نعمت سره مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا د افغانستان حالت څيړلو لپاره د ځينو هيوادو د څيړونکو ناسته جوړه کړه | SBS Pashto