دا غوښتنه داسي مهال کيږي چې لا اوس هم مانوس ايلنډ کډوالو توقيف ځي کې د کډوالو مظاهرې روانې دي او دوی وايي چې له مانوس ايلنډ کمپ څخه نه وځي.
اسټراليايي حکومت مانوس ايلند توقيف ځي بندولو پريکړه د روان کال می مياشت کې وکړه او کډوالو ته يې نوي ترانزيتي ځايونه جوړ کړل ترڅو هلته ميشت شي.
ولې بيا کډوال وايي چې استراليايي حکومت باندې بې باوره دي او له ياد کمپ څخه ددوی ويستلو وروسته همدا کډوال پاپو نيوګيني هيواد کې ميشتوي.
د اسټراليا او نيوزيلنډ ولسمشرانو سيدني ښار کې ناسته لرله چيرې چې د نيوزيلنډ هيواد لومړۍ وزيرې مالکوم ټرنبل ته وړانديز وکړ چې اسټراليايي توقيف ځايو څخه ځيني کډوال نيوزيلينډ کې ميشتوي.
داچې دا وړانديز ولې رد شو بشپړ رپوټ کې يې واورئ.