د استرالیا لویه وچه هر کال ۷ سانتي متره شمال خوا ته حرکت کوي

Australian Map

Source: SBS

په ورستیو کلونو کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې د استرالیا لویه وچه د حرکت په حال کې ده او دنقشې په هغه ځای کې موقعیت نلري چېرته چېمونږ فکر کوو. د بزنس انسایډر ، دیوه راپور پر اساس د استرالیا لویه وچه په تېرو ۵۰ کلونو کې له خپل ځای څخه ۴ ځله خوځېدلې ده


د استرالیاهېوادد سیاسي جوږښت له پلوه ۶ایالتونه لري چې د نیو ساوت وېلز ، ویکټوریا ، تزمانیا، کوینزلنډ ، سوت آسترلیا او ویسټرن استرالیا په نومونه یادیږي.

دغه هېواد دوه سیمې هم لري چې د شمالي او مرکزي ټرېټري نومونه ورکړل شوي دي. د استرالیا هېواد پلازمېنه کانبرا نومېږي چې په اې سي ټي یا د استرالیا په مرکزي سیمې کې موقعیت لري. سیډني، ملبورن ، برزبن، پرت ، داروین او اډېلېډ ددغه هېواد لوی ښارونه دي.


استرالیا له ۲۵میلیونه څخه زیات نفوس لري. ترټولو زیات خلک په نیو ساوت ویلز ایالت کې ژوند کوي چې شمېر یې شاوخوا ۸میلیونه کسانو ته رسېږي. تر نیو ساوت ویلز ایالت وروسته، د استرالیا زیات شمیر خلک په ویکټوریا ایالت کې ژوند کوي. سیډني د استرالیا ترټولو لوی ښار دی،په دغه ښار کې د نورو ښارونو په پرتله زیات خلک ژوند کوي.  بومي استرالیایان د استرالیا د جغرافیې اصلي مالکان پېژندل کېږي چې شاخوا ۴۰زره کاله وړاندې د اسیا له لویې وچې څخه استرالیا ته راغلي خو نن ورځ د استرالیا یواځې ۳سلنه اوسیدونکي بومیان دي.

د استرالیا هېواد د ۸۲۲۲ټاپوګانو ترڅنګ شاوخوا ۷زره سمندرغاړې هم لري چې استرالیا ته یې ځانګړې ښکلا ورپه برخه کړې. په استرالیا کې د سیل د ښکلو ځایونو شتون او په ځینو سیمو کې ښکلې هوا د دې لامل ګرځېدلې ترڅو هر کال په میلیونهاوو سیلانیان د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څخه استرالیا ته د سیل لپاره سفر ترسره کړي.

 په ۲۰۱۶میلادي کال کې د استرالیا د ځمګپوهنې ادارې اعلان وکړ چې د استرالیا لویه وچه هرکال ۷سانتي متره له خپل ځای څخه خوځېږي.  یو شمېر ساینسپوهان په دې باور دي چې د استرالیا لویه وچه به په راتلونکو ۵۰میلیونه کلونو کې د چین هېواد له سویل لویدیځې برخې سره یو ځای شي.

سره لدې چې د استرالیا هېواد په تېرو څو لسیزو کې له خپل اصلي ځای څخهڅو ځلهبې ځایه شوی خو دغه کار د استرالیا پر مساحت او ښکلا هېڅ اغېز ندی کړی.  استرالیا ۷میلیونه ،۶۹۲ زره او ۲۴  کیلومتره مربع مساحت لري چې د اصلي وچې ترڅنګ لویې او کوچنۍ ټاپوګانې هم په کې شاملې دي. د استرالیا اصلي وچه له شمال څخه تر جنوبه ۳۱۳۸کیلومتره او له ختیځ څخه لویدیځ پورې ۳۹۸۳کیلومتره اوږدوالی لري. له تزمانیا پرته د دغه هېواد ټول ایالتونه او ښارونه په اصلي وچې کېپراته دي. استرالیا د نړۍ له هېڅ هېواد سره د ځمکې لار نلري. اندونیزیا، نوی زیلنډ، پاپوا نیو ګیني او ختیځ تیمور د استرالیا ترټولو نیږدې ګاونډي هېوادونه دي

 

 د استرالیا د جغرافیې په اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د استرالیا لویه وچه هر کال ۷ سانتي متره شمال خوا ته حرکت کوي | SBS Pashto