Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې حکومت تاسو ته ۲۵،۰۰۰ ډالر درکوي ترڅو يې پر خپلو کورونو مصرف کړئ

COVID-19, home builder program, grants, renovation, home builder

د اسټراليا حکومت د کورونو جوړونې برخې سره مرستې لپاره اسټراليايانو ته پيسې ورکوي ترڅو خپل کورونه جوړ کړي ترڅو د جوړونې يا ساختماني صنعت کاريګر په کار شي


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Amy Hall, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا حکومت د کورونو جوړونې برخې سره مرستې لپاره اسټراليايانو ته پيسې ورکوي ترڅو خپل کورونه جوړ کړي ترڅو د جوړونې يا ساختماني صنعت کاريګر په کار شي


د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې د کورونو جوړونې برخې سره مرستې لپاره به ۶۸۸ ميليونه ډالر مصرفوي.

حکومت دا پيسې اسټراليايانو ته ورکوي ترڅو خپلو کورونو کې دې جوړونې يا ځينې برخې يې نوي کولو باندې مصرف کړي او لدې سره به د کورونو جوړونې يا construction صنعت سره هم مرسته وشي ترڅو هغوی بيرته په کار شي.

دې نوي پروګرام له مخه استراليا کې کورنيو ته ۲۵ زره ډالر ورکول کيږي.

حکومت وايي د نوي پروګرام له مخه به رغونې يا ساختماني برخه کې ۱۴۰ زره نوي کارونه رامينځته شي او بيا هغه کسان چې د کورونو ترميم يا جوړونې برخه کې کار کوي شاوخوا ۱ ميليون کسان کارونه ترلاسه کړي.

د کورونو صنعت ټولنې مشر ګراهام ولفي وايي، د حکومت ۶۸۸ ميليونو ډالرو پانګه هم د کورونو مالکانو او هم د ساختماني برخې کار کوونکو ته يو شان ګټه رسوي.

داچې په کومو شرايطو اسټراليايانو ته دا پيسې ورکول کيږي، نور معلومات رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now