د آسټراليا بشردوستانه ويزو ته کوم کسان غوښتنليک سپارلى شي؟

Visa.png

Credit: Gettyimages

اس بي اس پښتو د بشردوستانه ویزو په اړه په سیډني کې له مېشت افغان وکیل ډاکټر نذیر داور سره مرکه ترسره کړې. تاسو کولی شئ مهم معلومات دلته په ترسره شوې مرکې کې واورئ.


د آسټرالیا حکومت هر کال یو زیات شمېر هغو کسانو ته د مهاجرت ویزې ورکوي چې په خپل هېواد کې له ځورونې سره مخ دي.

د آسټرالیا د مهاجرت او کډوالۍ پروګرام بېلابېلې ویزې لري چې د 'کلاس اکس اې' او 'کلاس اکس بي' په ډلو وېشل شوي.

د آسټرالیا د اکس بي کلاس (Class XB) د مهاجرت او بشردوستانه ویزو ته هغه کسان غوښتنلیک سپارلی شي چې له آسټرالیا څخه بهر ژوند کوي او غواړي آسټرالیا ته راشي، مګر که چېرې تاسو آسترالیا ته راغلي یاست او دلته د محافظت یا پناه غوښتنه لرئ‌ نو تاسو باید د کلاس اکس اې (Class XA) ویزو ته خپل غوښتنلیک وسپارئ.

د اس بي اس پښتو خبریال مجیب منیب، په سېډني کې له مېشت افغان وکیل ډاکټر نذیر داور سره د بشروستانه ویزو په اړه مرکه ترسره کړې. تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now