د اسټرالیا هېواد شپږو ایالتونو تر څنګ دوه سیمې هم لري چې د ایالتونو حکومتونو لخوا نه اداره کېږي او خپل خپلواکې ادارې لري.
داسترالیا هیواد شمالي سیمه د استرالیا وچې شمال خواته پرته ده، یاده سیمه له کوینزلنډ، سویلي او د لویدیځې اسټرالیا له ایالتونو سره ګډه پوله لري.
اوروپایانو لومړی ځل په ۱۷ لسمه پیړۍ کې هڅه کړې ترڅو په دغه سیمه کې ځای پرځای شي خو بريالي نه شول او د ځايي خلکو له کلک غبرګون سره مخ شول ولې بيا په 1869م کال کې د لومړي ځل لپاره د بومیانو او اروپایانو ترمنځ ستونزې حل وروسته اوروپايان يادې سيمې کې ميشت شول.
اسټراليا کې تر ټولو ډیر بومي خلک هم د اسټراليا شمالي سيمه کې ژوند کوي.
په اسټرالیا کې بله لویه سیمه د مرکزي سیمې په نوم یادېږي چې په انګليسي کې ورته Australian Capital Territory یا ACT وايي.
داسترالیا مرکزي سیمه تر نورو کم مساحت لرونکې سیمه ده. دغه سیمه له نورو ایالتونو سره سرحد نلري،ځکه چې د نیوساوت ویلز ایالت په مینځ کې یوه پرته خپلواکه سیمه ده او شاوخوا یې د نیو ساوت ویلز ایالت خاوره ده.
تاسو ته مو د اسټراليا سيمو په اړه په زړه پوري معلومات په رپوټ کې ځای کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.





