په راتلونکو ۱۵ کلونو کې باید ۱ میلیون نوي کورونه په استرالیا کې جوړ شي

A couple walks past a real estate agent's window advertising houses for sale and auction in Melbourne.

A couple walks past a real estate agent's window advertising houses for sale and auction. Source: AFP

په استرالیا کې د پخوا په پرتله د بیکارۍ کچه ډېره راټېټه شوې ده. نن ورځ له هرو څلورو کسانو څخه یو کس څو ځایه کار کوي خو اوس هم د دغه هېواد اوسیدونکو لپاره ډېره ګرانه ده ترڅو په استرالیا کې خپل شخصي کور ولري.


 د استرالیا د روغتیا او هوساینې انستتیوت ، یو نوی راپور ښيي چې د دغه هیواد شاوخوا ۳۰ سلنه اوسیدونکي خپل شخصي کورونه نلري او په کرایي  یا هم دولتي کورونو کې ژوند کوي. راپور ښيي چې د استرالیا له هرو دریو اوسیدونکو څخه ۲ کسان خپل کور لري خو د دغې ډلې یوه لویه برخه داسې کسان دي چې کورونه یې په پور اخیستي دي.

نن ورځ د استرالیا شاوخوا ۳۰ سلنه اوسیدونکي په کرایي کورونو کې ژوند کوي چې ډیری یې ځوانان دي. د ۲۰۱۶ کال د احصایې ادارې آمار ښيي چې په استرالیا کې ۵۴ سلنه ځوانان په کرایي کورونو کې ژوند کوي او هغه کسان چې له ۵۵ کلونو لوی عمر لري یواځې ۱۱ سلنه یې بې کوره دي.

د استرالیا د نیو ساوت ویلز پوهنتون یو راپور ښيي چې ، اوسمهال په استرالیا کې له  ۶۰۰  زره څخه زیات ارازانه او دولتي کورنو ته اړتیا لیدل کېږي چې د وخت په تېریدلو سره د خلکو اړتیا ارزانه او دولتي کورونو ته نوره هم زیاتېږي. د دغې ستونزې د حل لپاره پکار ده ترڅو په راتلونکو ۱۶ کلونو کې له یو میلیون څخه زیات کورونه جوړ شي.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په راتلونکو ۱۵ کلونو کې باید ۱ میلیون نوي کورونه په استرالیا کې جوړ شي | SBS Pashto