Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په استرالیا کې شاوخوا ۱۰ زره کسان په پښتو ژبه خبرې کوي

Languages

د استرالیا ۷۳ سلنه اوسیدونکي یواځې په انګلیسي ژبه خبرې کوي خو پاتې نور د انګلیسي ژبې ترڅنګ په نورو ژبو هم خبرې کولای شي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


د استرالیا ۷۳ سلنه اوسیدونکي یواځې په انګلیسي ژبه خبرې کوي خو پاتې نور د انګلیسي ژبې ترڅنګ په نورو ژبو هم خبرې کولای شي.


نن ورځ د نړۍ په ۱۹۵ هېوادونو کې خلک په ۷۱۱۱ ژبو خبرې کوي. په دغه ډله کې یو شمېر داسې ژبې شته چې په سلهاو میلیونه کسان پرې خبرې کوي لکه ،  مندرین ، انګلیسي، هندي، عربي، هسپانیوي او روسي ژبه خو داسې ژبې هم په لیست کې لیدل کېږي چې له ۳۰ کم کسان پرې خبرې کوي لکه راما او ټوشیرو ژبې. 

خپاره شوي امار ښيي چې نن ورځ‌ شاوخوا ۳۸ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په پښتو ژبه خبرې کوي. پښتو د نړۍ د هغو لسو ژبو په ډله کې نه لیدل کېږي چې د نړۍ ترټولو زیات خلک پرې خبرې کوي خو د هغو سلو ژبو په لیست کې یې نوم لیدل کېږي‌ چې نن ورځ په نړۍ کې ډیر خلک پرې خبرې کوي. 

لکه څرنګه چې په افغانستان کې خلک د پښتو او دري ژبو ترڅنګ په یو شمېر نورو ژبو خبري کوي. همدا راز د استرالیا اوسیدونکي هم له ۲۰۰ څخه په زیاتو ژبو خبرې کوي.  د دغو ژبو په ډله کې داسې ژبې هم شته چې د اروپایانو له راتګ مخکې په استرالیا کې څوک پرې نه غږېدل خو د اروپایانو له راتګ وروسته د کډوالو په راتګ سره په استرالیا کې رسمي شوي او خلک پرې خبرې کوي.

تاسو کولای شئ، لا ډېر مالومات په راپور کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now