اسټراليا کې د کولمو سرطان دويم ډير وژونکی سرطان دی

Bowel Cancer

Bowel Cancer Source: Flickr

د کولمو سرطان څنګه بيماري ده او تاسې څنګه ترې ځان ژغورلی شئ؟


اسټراليا کې د کولمو سرطان دويم تر ټولو وژونکی سرطان ګڼل کيږي او هغه کسان د کومو عمرونه چې ۵۰ کلونو ته رسيږي اړ ايستل کيږي ترڅو حکومت لخوا ورکړل شوی کټ له لارې دې وړيا معاينه وکړي.

اسټراليا کې ۹۳ سلنه د کولمو سرطان په هغو کسانو کې پيدا کيږي د کومو عمرونه چې له ۵۰ لوړ وي.

اسټراليا کې هره اونۍ ۱۲ کسان د کولمو پر سرطان مبتلا کيږي.

د روغتيا برخې پوهان وايي چې که چيرې د کولمو سرطان پر وخت تشخيص او درملنه يې وشي نو د مړينې کچه ډيره کې کميږي.

يوازې د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د کولمو سرطان پوهاوي برخه کې ۷.۸ ميليونو ډالرو پانګونه شوي ترڅو خلکو ته د کولمو سرطان په اړه پوهاوې ورکړي او هم د معاينې پر ارزښت خلک خبر کړي.

اسټراليا کې ميشت ډاکټر رحمن شينواري سره مو د کولمو سرطان په اړه بشپړه مرکه کړې.

ښاغلي شينواري د کولمو سرطان نښې، درملنه او ټوله کې خطر او ځان ساتنې په اړه بشپړ معلومات شريک کړي چې تاسې دا ټول په مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now