د اسټراليا سمبول " اوپرا هاوس" تاريخ او ځانګړتياوې
syd harbour opera house by pixabay public domain-2 Source: syd harbour opera house by pixabay public domain-2
اسټراليا ته د اوروپايانو له راتګ وروسته سره لدې چې ډير لرغونی تاريخ شتون نه لري ولې اسټراليا کې داسې ودانۍ هم جوړې شوي کوم چې نړيوال شهرت لري او د نړۍ عجايبو برخه ګرځيدلي.د اسټراليا تر ټولو زړه راښکونکې ودانۍ د اوپرا هاوس ده چې په شلمه پيړۍ کې يو له وتلو ودانيو شميرل کيږي.د يادې ودانۍ پلان په کال ۱۹۴۰ کې جوړ شو او په کال ۱۹۵۸ کې په رسمي ډول د رغونې چارې يې پيل او په کال ۱۹۷۳ کې ياده ودانۍ په رسمي ډول پرانيستل شوه.د اوپرا هاوس ودانۍ جوړونکی انجينر د ډنمارک هيواد طبعه Jørn Utzon دی او ده له اسټراليايي حکومت سره د لانجې پيدا کيدو وروسته د اوپرا هاوس ودانی ورستی چارې نيمګړې پريښودې او ياده پروژه يې پريښوده، ولې سره لدې چې دا لانجې لا پر خپل ځای وې او وروستي پړاو کارونه يې لا بشپړ شوي نه ول د اوپرا هاوس ودانۍ په رسمي ډول پرانيستل شوه.له ډير ځنډ او لانجو وروسته په کال ۱۹۹۹ کې د اوپرا هاوس انجينر او اصلي ډيزاينر او د اسټراليا نيوساوت ويلز ايالت تر مينځ جوړه وشوه او ياد ايالت ته د اوپرا هاوس اصلي نقشه وسپارل شوه او ورستي نيمګړي کارونه يې عملي شول.اوپرا هاوس د اسټراليا پيژندې يو سمبول دی او يادې ودانۍ ليدو لپاره د نړۍ له بيلابيلو هيوادو څخه په ميليونونه کسان هر کال راځي..د اوپرا هاوس په اړه له معلوماتو ډک رپوټ چي مجيب منيب برابر کړی دلته واورئ.
شریکول



