اسټرالیا ته لومړني کډوال انګليس مجرمين راوړل شوي- اسټراليا کې د کډوالۍ تاریخ ته ځانګړې کتنه

Australia Day

Source: State Library of Victoria

د اسټراليا اصلي اوسيدونکي يا بومیان په اسټرالیا کې په لسهاوو زره کاله اوږد تاریخ لري. ځینې څېړنې ښايي چې بومیان له افریقا څخه د اسیا لویې وچې ته تللي او تر هغې وروسته شاوخوا ۶۰ زره کاله وړاندې استرالیا ته راغلي.


د اسټرالیا بومیان ، د ابورېجنل او ټورېس سټرېټ ایلنډرز په ډلو ویشل شوي او د دغه هېواد اصلي او لومړني اوسیدونکي دي.

اسټرالیا ته د بومیانو له راتګ وروسته د نړۍ د نورو برخو انسانان د زرهاوو کلونو لپاره له اسټرالیا بې خبره پاتې شوي خو په  ۱۶۰۶ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره  یوه اروپايي  ویلم جانزون  اسټرالیا ته سفر ترسره کړ او تر هغې وروسته دغې خاورې ته د نورو هېوادنو او سیمو د کډوالو سفر هم پیل شوی

کډوال په اسټرالیا کې اوږد تاریخ لري، نن ورځ اسټرالیا د کډوالو او بومیانو ګډ کور دی خو د لومړي ځل لپاره  په ۱۷۸۸ م کال کې  له بریتانیا څخه د مجرمینو یو ډله اسټرالیا ته رواستل شوه او تر هغه وروسته د نورو محکوم شویو کسانو انتقال اسټرالیا ته دوام پیدا کړی.

اسټراليا کې مو د کډوالی تاريخ او مهمو پيښو ته کتنه کړې چې تاسې تيار شوی بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now