اسټراليا ته خپل مور او پلار راوستلو لپاره نوې ويزې روانه اونۍ فعاله شوې او تاسې اوس کولی شئ ترڅو خپل مور او پلار يا نيا او نيکه راوستلو لپاره نوو ويزو ته غوښتنليک ورکړی.
د اسټراليا حکومت اسټراليا ته د والدينو راوستو لپاره نوو ويزو اعلان څه موده وړاندې وکړ او د روانې اونۍ د چهار شنبې ورځې څخه د يادو ويزو ورکړه عملي کيږي.
د اسټراليا حکومت مهاجرو ته اوس ددې چانس ورکوي ترڅو خپل مور او پلار اوږدمهالو ويزو باندې اسټراليا ته راولي.
دا ويزې له ۳ کلنو څخه تر ۱۰ کلونو پورې والدينو ته ورکول کيږي.
پخوا به مهاجرو ډير انتظار کاوه ترڅو خپل مور او پلار اسټراليا ته دعوت کړي.
د اسټراليا حکومت نوو ويزو په اړه ډيري مهاجر پدې اند دي چې د يادو ويزو شرايط لا اوس هم سخت دي او دوی يې شرايط نشي برابرولی.
د حکومت لخوا د والدينو اسټراليا ته راوستلو نوې ويزې ټاکل شوې موده او هم لږښتونه لري چې د ويزو لږښت له ۵۰۰۰ ډالرو څخه تر ۲۰،۰۰۰ ډالرو پورې رسيږي.
دا ويزې به هغو والدينو ته ورکول کيږي کوم چې د روغتيايي بيمه ولري او يوه کورنۍ چې خپل والدين دعوت کوي د هغو عايد بايد کال کې ۸۳،۰۰۰ ډالر وي.
نور حال رپوټ کې واورئ.






