د اسټراليا ملبور ښار کې يوه افغان کورنۍ له هغه وروسته خپل کلتور او مذهب له ټکر سره مخ شوه کله چي د کورنۍ ۱۵ کلن تنکي ځوان ته وويل شول چې يا ږيره وخرييه او يا ښوونځی پريږده.
انس چې ۱۵ کاله عمر لري او ملبورن ښار کې يې په يو شخصي ښوونځي ( Sirius College ) کې زده کړه کوله له خپل ښوونځي ادارې سره هغه مهال ټکر کې راغی کله چې له نوموړي وغوښتل شول چې پر مخ يې راوتلې ږيره وخريي.
انس خپل کلتور او مذهب په رڼا کې د ښوونځي له يادې غوښتنې سره مخالفت وکړ او څه موده وروسته يې پلار د يادې مسلې سپيناوري لپاره ښوونځي ته وغوښتل شو.
ډاکټر احمد له خپلې کورنۍ سره شاوخوا درې کاله وړاندې اسټراليا ته راغلی.
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال ښاغلي وويل، ده تمه نه درلوده ترڅو په اسټراليا کې له داسې يوې غوښتنې سره مخ شي.
"ماشومان بايد په خپله او هم والدينو څخه د غوراوي آزادي ولري. زما زوی خپل په خوښه او آزادی او له کوم فشار پرته يې خپل ښوونځي ادارې ته وويل چې نه غواړي ترڅو خپل پر مخ ويښتان لرې کړي.
د ډاکټر احمد په وينا، مخکې لدې چې اسټراليا ته راشي داسې ګومان يې کاوه چې اسټراليا د نړۍ نورو هيوادو پر پرتله ډير ښه دی.
"زه چې کله اسټراليا ته راغلم نو ما داسې ګومان کاوه چې اسټراليا د نړۍ نورو هيوادو څخه د زده کړې،آزادي او امنيت برخو کې ښه دی ځکه چې اسټراليا کې د ډيرو مذاهبو خلک ژوند کوي او اسټراليا کې يې درناوی کيږي"
د اسټراليا ملبورن ښار کې د انس ښوونځی کوم چې د مخ ويښتانو لرې کولو پاليسي لري Sirius College نوميږي، د ياد ښوونځي وياند اس بي اس پښتو خپرونې ته وويل، زمونږ د ښوونځي زده کوونکو لارښود کتاب کې هرڅه ښکاره ليکل شوي چې يو زده کوونکی څنګه بايد ښوونځي کې ښکاره شي.

ياد ښوونځي ادارې په وينا د لوړ ښوونځي هيڅ يو زده کوونکي ته جازه نه ورکول کيږي ترڅو دې ږيره يا بريتونه ولري.
سره لدې چې ښوونځي خپل دريځ روښانه کړ ولې د انس پلار د ښوونځي له ځواب څخه راځي نه بريښي او وايي، ده له ښوونځي ادارې سره ليدو دوران کې خپل زوی ته د مذهب او کلتور له مخي د ږيرې پريښودلو اجازې غوښتنه وکړه.
د ښوونځي ادارې وياند وويل، دوی د يو زده کوونکي له والدينو سره خبرو لپاره چمتو وي او پر هر هغې مسلې ورسره جوړ جاړی کوي کوم چې د والدينو له کنټرول څخه بهر وي.
د ښوونځي په وينا دا پاليسي پر ټولو زده کوونکو يو شان عملي کيږي.
۱۵ کلن انس د زده کړې کال پای کې له ياد ښوونځي څخه د ږيرې نه خريلو له وجې بهر شو او دا مهال په بل ښوونځي کې سبق وايي. ولې د هغه ښوونځي لخوا له هغه سره داسې چلند کول پر نوموړي او کورنۍ يې زخم پريښود.

د انس پلار وايي، د اسټراليا حکومت بايد داسې يوه اداره جوړه کړي کوم چې د شخصي ښوونځيو پاليسانو څارنه وکړي.
د اسټراليا ويسټرن سيدني پوهنتون څيړونکی پروفيسر کيوين ډڼ وايي، "اسټراليايي ښوونځي بايد د زده کوونکي آزادي او مذهب ته په کتو خپل پاليسيانې بدلې کړي."
د ښاغلي په وينا، د اسټراليا ښوونځيو کې د يو بل زغم په اړه زده کوونکو ته روزنه ورکول کيږي.
د ښاغلي په وينا په کال ۲۰۱۸ کې د مذهب آزادی تر نامه لاندې اسټراليا کې يوه ملي څيړنه ترسره شوه او اسټراليا کې د مذهب خوديتوب برخه کې يې ځيني نيمګړتياوې موندلي.
ښاغلی ډن وايي، " مونږ اسټراليا کې نړيوال ميکانيزم ته اړتيا لرو ترڅو ټولو چارو کې د خلکو ازادي خوندي وساتي."
انس خپل د زده کړې کال بل ښوونځي کې پيل کړ، پلار يې وايي، له زوی سره يې د ښوونځي چلند د کورنۍ پر ټولو غړو منفي اغيزې شيندلې.
.Please read the English version here





