فرزانه: نر ښځې بې وسه دي او د دوی وهل او ډبول بې ننګي ده

AAP Image-EPA-ARSHAD ARBAB

AAP Image-EPA-ARSHAD ARBAB Source: AAP Image-EPA-ARSHAD ARBAB

پاکستان کې دا مهال يو ډير شمير نر ښځې د ژوند سختې شپې او ورځي تيروي.پدې وروستيو کې د نر ښځو حقونو لپاره هلې ځلې په داسې حال کې پيل شوي چې پاکستان کې ميشتو نر ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی هم ډير شوی چې ځيني نر ښځې وژل شوي هم دي.پيښور کې د نر ښځو ټولنې مشره فرزانه چې په خپله نر ښځه ده وايي چې دوی هم انسانان دي او ورته بايد د انسان په نظر وکتل شي.بله خوا فرزانه زياتوي چې نر ښځې ډير بې وسه وي او خپل له ځان څخه دفاع نشي کولی نو ځکه دوی وهل او ډبول کيږي. فرزانه وايي چې د نر ښځو وهل بې ننګي ده او داسې معنی لري چې يو معلوله کس چې بې وسه دی هغه د نورو لخوا ووهل شي.اسلام ګل افريدي د نر ښځو ټولنې له مشرې سره ځانګړې مرکه کړې چې تاسې ياده بشپړه مرکه دلته وريدلی شئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now