کارپوهان :بهرنيو هيوادو کې خپله مورنۍ ژبه خوندي وساتئ
bilngual cultural access by Getty Images Source: bilngual cultural access by Getty Images
اسټراليا کې له بيلابيلو هيوادو څخۀ خلک ميشت دي او دلته پر ۳۰۰ شاوخوا ژبو خبرې کوي. اسټراليا کې چې د بيلابيلو هيوادو څخۀ د خلکو ميشتيدو او هم د هغو ژبو ته وکتل شي نو اسټراليا هم د نړۍ يو له سترو څو کلتوريزو هيوادو څخۀ دی.ځيني کار پوهان وايي چې مونږ کيدای شي چې اسټراليا په شان هيوادو کې د هغو خلکو له کمي سره مخ شو کوم چې پر نورو ژبو خبرې کولی .. ځکه د يادو کارپوهانو په وينا ډيري خلک داسې فکر کوي چې همدا انګليسي ژبه کافي ده او نورو ژبو زده کړې ته هيڅ اړتيا نشته.داسې ذهنيت په اصل کې د هغو زده کوونکو مخ له خپلې ژبې څخۀ اړوي کوم چې له انګليسي پرته پر بلې ژبې خبرې کوي ولې بيا بله خوا هغه اسټراليايان د کومو مورنۍ ژبه چې انګليسي وي هغوی غواړي چې د ښونځي برخه کې يي نورې ژبې هم شتون ولري ترڅو دوی انګليسي ژبې تر څنګ پر نورو ژبو هم خبرې وکړي او يا پوه شي...د کارپوهانو ټينګار پر مهاجرو ټولنو دادی چې خپلې مورنۍ ژبه دې ژوندي وساتي او کورنو کې دې له خپلو ماشومانو سره پر خپل ژبه خبرې وکړي.يادې موضوع په اړه يو بشپړ رپوټ لرو تاسو ته چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول



