د ۲۰۰۹ کال فبروری مياشت ۷ نيټه ځنګلونو کې د اور لګيدنې پيښه د اسټراليا د تاريخ تر ټولو بده ورځ چې ورته Black Saturday يا د شنبې توره ورځ هم وايي د ۱۷۳ کسانو ژوند يې واخيست.
دا هغه ورځ وه چې د ريکارډ په کچه د تودوخې درجه تر ۵۰ سانتي ګريد رسيده او په ياده ورځ د طوفان سرعت هم په يو ساعت کې ۱۰۰ کيلو مترو ته رسيده.
د ويکټوريا ايالت بيلابيلو ځنګلونو کې اور ولګيد او هرې سيمې ته اور د تيز باد له امله دومره چټکی سره خپريده چې نه چارواکو او نه هم عامو خلکو ددې چانس ترلاسه کاوه ترڅو سم پلان وکړي او يا ځان خوندي کړي.
د وکټوريا ايالت ۲۰۰۹ کال اور لګيدنې پيښه د اسټراليا په تاريخ کي تر ټولو وژونکې پيښه ګڼل کيږي.
اسټراليا کې د ځنګلونو اور لګيدنې له ۴ وژونکو پيښو څخه ۳ يې ويکټوريا ايالت کې پيښې شوي.

Years on from Australia's deadliest natural disaster, Black Saturday still evokes tales of tragedy. (AAP) Source: AAP
۲۰۰۹ کال فبروری مياشت په ۷ نيټه ويکټوريا ايالت کې اور لګيدنې له امله ۱۷۳ کسان ووژل شول او ۲۰۰۰ کورونه ويجاړ شول.
۱۹۸۳ کال فبروری مياشت کې ويکټوريا او جنوبي اسټراليا ايالتو ترمينځ اور لګيدنې له امله ۷۵ کسان ووژل شول او ۱۹۰۰ کورونه ويجاړ شول.
۱۹۳۹ کال جنوری مياشت کې بيا هم ويکټوريا ايالت ځنګلونو کې اور لګيدو له امله ۷۱ کسان ووژل شول او ۶۵۰ کورونه ويجاړ شول.
۱۹۶۷ کال فبروری مياشت کې په ټازمانيا ځنګلونو کې اور ولګيد چې له امله يې ۶۲ کسان ووژل شول او ۱۳۰۰۰ کورونه ويجاړ شول.
بيا ۱۹۲۶ کال فبروری او مارچ مياشتو کې ويکټوريا ايالت کې اور ولګيدل او دا اور دوه مياشتې لګيدلی وه چې له امله يې ۶۰ کسان ووژل شول او ګڼ شمير کورونه ويجاړ شول.
اسټراليا داسې يو هيواد دی چې ځنګلونو کې يې اور وخت نا وخته لګيږي.
اسټراليا کې نوي راغلي مهاجر بايد د اسټراليا اور سيسټم څخه ځان خبر او اړين معلومات ترلاسه کړي او پدې ځان پوه کړي چې څنګه اور لګيدو وخت کې خپل ځان او يا کورنۍ وژغوري.