د روان کال جون مياشت کې د برتانيا د پوځ ۱۲ کسيزې ډلې پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه سر بيره يې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره ليده کاته وکړل.
د انګلستان پوځ ۱۲ کسيزې ډلې له ځينو سيکانو سره يوځای د اورکزی سمې ګړۍ سيمې څخه ليدنه کړې چيرې چې د پښتنو او برتانيا پوځ ترمينځ تاريخې جګړه شوې وه.
دا جګړه په ۱۸۹۷ کې شوې او پکې ۲۱ سيکان پوځيان چې د برتانيا د پوځ برخه ول ووژل شول.
پاکستان ته تللي د برتانيا پوځي ډلې اورکزيو کې د وژل شوو سيکانو ياد کې د ګلونو ګيډۍ کيښودې او رسنيو سره يې خبرو دوران کې پښتانه دښمنان او سيکان اتلان ياد کړل.
د قبايلو اوسيدونکو د يادې وينا وروسته په مظاهرو لاس پورې کړی او پر پاکستان حکومت يې هم نيوکې کړي چې راغلو انګليسي پوځيانو ته يې سمه لار ښوونه نده کړې او نه هم د پښتنو د قربانيو درناوی شوی.
بله خوا د برتانيا پوځيانو وروستي سفر وروسته يو ځايي قبايلي ځوان د وژل شوو سيکانو له يادې سيمې څخه ويډيو جوړه کړې او پکې د پښتنو د حق غوښتنه کړې ولې ياد کس وروسته د پاکستان امنيتي ادارو لخوا نيول شوی او د نوموړي د وهلو او ډبولو ادعا هم شوې.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پر يادې مسلې بشپړ رپوټ چمتو کړی او د قبايلو اوسيدونکو نظرونه يې راټول کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.



