پښتانه اسټراليا کې شته د پښتو ژبو ښوونځيو ته ماشومان نه ليږي

Afghan Language School, NSW

Source: ACSA

د اس بي اس شبکې ټول اسټراليا کې د ژبو سره مينې ښودلو ملي سيالي پر مخ اچولې.


پدې ملي سيالي کې د اسټراليا د بيلابيلو ژبو ويونکي ګډون کوي او خپل ژبې سره مينه له اس بي اس شبکې سره د www.sbs.com.au/nlc19 ويبپاڼې له لارې ښايي.

دا سيالي داسې مهال پر مخ اچول کيږي چې د اسټراليا بيلابيلو لويو ښارونو کې زرګونه پښتانه ميشت دې ولې د ګوتو په شمير کورنۍ خپل ماشومان د پښتو ژبې او کلتور زده کړې لپاره يې شته ښوونځيو ته ليږي.

د مورنۍ ژبې او کلتور ساتلو لپاره د اسټراليا په ګډون د نړۍ يو شمير حکومتونه له ټولنو سره ځانګړې مرستې کوي ترڅو دوی خپلو ماشومانو ته د ژبې زده کړې پروګرامونه پر مخ واچوي.

د اټکل له مخه اسټراليا کې شاوخوا ۱۵،۰۰۰ پښتانه ژوند کوي ولې ډيره کې دوی خپل ماشومان د مورنۍ ژبې او کلتور زده کړې ته نه هڅوي او همدا ده چې شته د پښتو ژبې ټولګي تش دي.

د اسټراليا تر ټولو لوی ښار سيدني کې دري او پښتو ژبو لپاره درې ښوونځي شتون لري ولې د ګوتو په شمير پښتانه زده کوونکي لري.

سيدني ښار د پښتو ژبې استاده عادله وايي، سره لدې چې ياد ښار کې زرګونه پښتانه اوسيږي ولې په شمار ايله څلور ماشومان پښتو ژبې زده کړې لپاره ښوونځي کې سبق وايي.

د مورنۍ ژبې ارزښت او پر وړاندې يې شته ستونزو ته مو کتنه کړې، بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
پښتانه اسټراليا کې شته د پښتو ژبو ښوونځيو ته ماشومان نه ليږي | SBS Pashto