د اسټراليا د کډوالو پر کمپ ولې وسله والو بريد وکړ؟
The Manus Island detention centre. (AAP) Source: The Manus Island detention centre. (AAP)
تيره ورځ پاپو نيوګيني څخه داسې رپوټونه خپاره شول چې هلته پوځيانو د کډوالو پر کمپ ډزې کړي او درې کډوالو يې ټپيان کړي.ياد بريد په اسټراليا کې دننه د کډوالو مدافيعينو سخت غبرګونونه راوپارول او پر اسټراليايي حکومت يې فشارونه ډير کړي ترڅو له ياد کمپ څخه کډوال اسټراليا ته راولي او ميشت يې کړي.اسټراليا کې د لوی رخصتی دوران کې ملبورن ښار کې د کډوالو په حق لاريون ترسره شو او دا لاريون داسې حال کې ترسره کيږي چې پاپو نيو ګيني کې د کډوالو او هم پاپو نيو ګيني ميشتو خلکو او پوځ تر مينځ کړکيچ زيات شوی.د اسټراليا حکومت وايي چې يادې پيښې پلټنه روانه ده او دا به معلوموي چې ولې پر ياد کمپ ډزې وشوې.د بښنې نړيوال سازمان وايي چې مانوس ايلند کډوالو پر کمپ د وسله والو بريد دا په ډاګه کړه چې د اسټراليا د پناه غوښتونکو پاليسي سمه نده.په پام کې ده چې د مانوس ايلنډ کډوالو توقيف ځای د روان کال اوکتوبر پر ۳۱ باندې وتړل شي.د اسټراليا د مهاجرت وزير وايي چې که هر څومره فشار د کډوالو مدافعينو لخوا راوړل شي بيا هم له مانوس ايلنډ څخه به کډوال اسټراليا کې نه ميشتوي.
شریکول
