پرخواله رسنیو د افغان انجونو په ملاتړ کمپاین: د نجونو ښوونځي پرانیزئ

Education for Girls in Afghanistan

Source: Human Rights Watch

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د انجونو د ټړل شویو ښوونځیو د پرانیستو په پار له تېرې جمعې ورځې راپدیخوا پر خواله رسنیو پراخ کمپاین پیل شوی.


«د انجونو ښوونځي پرانیزئ» په نامه کمپاین اوس په ټرینډ بدل شوی.

په دغه کمپاین کې د سیاستوالو، خبریالانو، مدني فعالانو، ورزشکارانو او ښوونکو ترڅنګ بیلابیلو لورو برخه اخیستي او په یو غږ يې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د انجونو پرمخ د ښوونځیو بندي دروازې پرانیزي، او زده کړي يې د ټول افغان انجونو حق بللی.

دغه هشټګ هغه ولسي غبرګون په ډاګه کوي چې د نجونو د زده کړو په اړه د وسله والو طالبانو پرېکړه ننګوي.

شاوخوا ۳۰۰ ورځې وشوې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته انجونو ته د دې اجازه نه ده ورکړي شوي چې خپلو ښوونځیو ته ولاړې شي.

د طالبانو د حکومت همدې پرېکړې په کور دننه او بهر ډیر غبرګونونه را وپارول.

پر خواله رسنیو د دې کمپاین ځینو کډون کوونکو له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې تعلیم د انجونو مسلم حق بولي او د افغانستان له سرپرست حکومت غواړي چې د انجونو تعلیم ته اجازه ورکړي.

داسې ښکاري چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه طالب مشران هم یو خوله نه دي.

د بیلګې په توګه د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي څرګندونې چې په وروستیو کې يې کړي ویلي، (مونږ ښځې له پام نشو غورځولی، ځکه دا د ټولنې مهم قشر دی، باید د افغانستان په بیا ودانولو کې، د افغانستان په سیاست کې او د افغانستان پر هره برخه کې فعاله ونډه ولري).

خو په کابل همدا یوه اوونۍ وړاندې د دیني عالمانو غونډه کې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده بیا خپله اوږده وینا کې د نجونو زده کړو او د ښځو د کار په اړه هېڅ ونه ویل.

خو سره له دې ټولو موضوعاتو پر ټولنیز رسنیو د نجونو ښوونځیو پرانیزئ کمپاین یو شمېر زده کوونکې هېله منې کړي دي.

دوی هېله منې دي، چې دغه ډول کمپاینونه به د طالبانو چارواکي دې ته اړ کړي، چې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

لا نورو جزياتو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now