آیا آسټرالیا ته په بشردوستانه ویزو راغلي‌ افغانان کولای شي‌ بېرته افغانستان ته سفر وکړي؟

Afghan refugees arriving in Australia

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې نږدې ۱۵ زره افغانان آسټرالیا ته په بشردوستانه ویزو راغلي دي. Credit: Department of Defence

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت نږدې ۱۵ زره افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي دي.


په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ ویزې اعلان کړې، ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې دغو ویزو ته شاوخوا ۲۱۶ زره افغانانو غوښتنلیکونه سپارلي او د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر ۱۰مې نېټې پورې ۱۴ زره او ۹۲۰ کسانو بشردوستانه ویزې ترلاسه کړي.

په همدې مودې کې د آسټرالیا حکومت له ۵۲ زرو څخه د زیاتو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

Dr Nazir Daawar
په سیډني کې مېشت افغان وکیل، ډاکټر نذیر داور Source: Facebook

دا چې دغه افغانان کولای شي بېرته افغانستان ته سفر وکړي او که نه؟ د همدغې موضوع په اړه مو په سیډني کې له مېشت افغان وکیل، ډاکټر نذیر داور سره مرکه ترسره کړې.

مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now