د اسټراليا سياست زړه او تر ټولو مهمه ښار کنبرا کې د افغانانو کلتوري ټولنه پرانيستل شوه. دا ټولنه همه شموله او د بيلابيلو قومونو خلک پکې برخه لري.
د تيرې يکشنبې په ورځ د جولای مياشت پر ۱۷ نيټه د اسټراليا پلازمينه کنبرا کې افغانانو يو کلتوري مرکز پرانيست.
د ياد مرکز پرانيستغونډه کې د افغانانو په ګډون اسټراليايي چارواکو او مدني فعالانو هم ګډون کړی وه.
د اسټراليا پلازمينه کنبرا کې دا لومړنی کلتوري مرکز دی چې د ټولو قومونو غړو په ګډون او غړيتوب سره پرانستل کيږي.
د اس بي اس پښتو راډيو د ياد کلتوري مرکز پرانيستې په اړه د ياد مرکز له غړو او رضا کارانو سره خبرې کړي، دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.





