د آسټرالیا په پلازمینې کنبرا کې څو کلتوریز ملي فېسټیوال له ۱۹۸۱ کال راهیسې هر کال جوړېږي.
په دغه فېسټیوال کې د افغانانو د ټولنو ترڅنګ، بېلابېلې ټولنې ونډه اخلي ترڅو خپل کلتور له نورو سره شریک کړي او ونمانځي.
په کنبرا کې د افغانانو ټولنه له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه فېسټیوال کې فعاله ونډه لري.
د ۲۰۲۵ کال په فېسټیوال کې د افغانانو د ټولنې ترڅنګ، په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت او "ازادي زن" ټولنې هم خپلې غرفې درلودې ترڅو د افغانانو کلتور او فرهنګ له نورو سره شریک کړي.
اس بي اس پښتو د همدغې موضوع په اړه په کنبرا کې د افغانانو د ټولنې له مشر، زلمي صافي سره مرکه ترسره کړې.
لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې اورېدلی شئ .
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




