چابهار به د افغانستان د وارداتو پر اصلي بندر بدل شي

Port of Chabahar courtesy of the iran Project Source: AAP
افغان حکومت په یوشمير مهمو اقتصادي پروژو کې د پرمختګونو خبره کوی. د دغو پروژو له ډلې یوه هم چابهار ده چې ټاکل شوې په راروانه میلادي میاشت کې د دغه بندر په اړه د درېیو شریکانو افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ غونډه وشي. افغان حکومت وايي، په دې ناسته کې به تر ډېره له چابهار بندره د اغيزمنې ګټې اخیستنې په تړاو بحثونه وشي. چابهار بندر چې تير کال د ولسمشر اشرف غني او د ایران او هند د مشرانو لهخوا رسماً پرانیستل شو، تر ډېره هند رغولی دی. تمه ده چې دغه بندر به افغانستان ته د وارداتو په اصلي بندر بدل شي او هند به هم خپل تولیدات د پاکستان پر ځای د همدغه بندر له لارې منځنۍ اسیا ته صادر کړي. جزیات له ناجیې ساپۍ اوری.
شریکول