د اتلانو جام یا چمپینز ټرافۍ لوبې د پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډ کوربتوب ترسره کیږي. په دغو سیالیو کې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
د اتلانو جام په سیالیو کې افغان کرېکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره ګډون کوي چې په خپل ګروپ کې به له سویلي افریقا، انګلستان او آسټرالیا سره سیالۍ ترسره کړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالویش له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټولې لوبې په پاکستان کې پلان شوي او لومړۍ لوبه به يې د فبرورۍ په ۲۱ له سویلي افریقا سره وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د اتلانو جام سیالیو ته د افغان لوبډلې له بشپړه چمتوالي خبر ورکوي او وايي، افغان لوبډله له هر اړخه دغه جام کې د ګډون لپاره چمتو ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي، د اتلانو جام سیالۍ دوی لپاره مهمې دي او تمه ده چې افغان لوبډله پکې ښه وځلیږې.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




