Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليايي محکمې د مهاجرت ادارې لخؤا زرګونو کډوالو او مهاجرو ته ويزې نه ورکولو او يا لغوه کولو پريکړې غير قانوني بللې

Ayslum seeker rally

As the debate over asylum seekers rages in Australia a report shows a rise in pro bono legal work driven by a greater demand for legal help from refugees. Source: AAP

د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو کريکټر ټيسټ له مخه ويزې لغوه کول او يا نه ورکول کيدای شي غير قانوني وي او د فيډيرل کورټ يا فدرالي محکمې تازه پريکړه به د زرګونو کډوالو کيسونو باندې مثبتې اغيزې وشيندي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو کريکټر ټيسټ له مخه ويزې لغوه کول او يا نه ورکول کيدای شي غير قانوني وي او د فيډيرل کورټ يا فدرالي محکمې تازه پريکړه به د زرګونو کډوالو کيسونو باندې مثبتې اغيزې وشيندي.


اسټراليايي حکومت د کډوالو ويزې ورکړې لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د کريکټر ټيست په نامه يوه ازموينه وړاندې کړه او له مخې يې د يو کډوال اخلاق او کريکټر چک کوي او د هغې له مخه ورته ويزه ورکوي.

داسې ويل کيږي چې د همدې پاليسې له مخه د ډيرو کډوالو ويزې لغوه شوي او يا ورته هيڅ ويزه نده ورکړل شوې، ولې اوس کډوال د حکومت دا پاليسي ننګوي.

د اسټراليا حکومت دا قدرت او واک لري چې يو کډوال هغه وخت له اسټراليا څخه بهر کړي کله چې ياد کډوال اسټراليا کې کوم جرم ترسره کړي او يا د د کريکټر ازموينې کې بريالی نشي، ولې بيا د اسټراليا فدرال محکمې يوې تازه پريکړې کې ويل شوي چې حکومت نشي کولی د کريکټر له مخه د يو کډوال ويزه يا لغوه کړي او يا يې ورته ورنه کړي.

اسټراليايي حکومت تر دې دمه زرګونه مهاجر او يا بهرنيان د نوي قانون له مخه له اسټراليا څخه شړلي او يا ځيني په مهاجرت توقيف ځايو کې بنديان دي.

حکومت د کريکټر ټيسټ د ۵۰۱ مادې له مخه زرګونه مهاجر او کډوال له نا معلوم حالت سره مخ کړي او ځيني بيا بيرته خپلو هيوادو ته استول شوي.

د اسټراليا فدرال محکمې په يو بې ساري ګام کې د حکومت دا پاليسي نا قانونه بللې او ويلي دي چې د کريکټر ټيسټ پاليسي پر کډوالو نشي عملي کيدلی.

تاسو ته لا ډير معلومات په رپوټ کې لرو، بشپړ رپوټ واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now