د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون د بشري حقونو یو نړیوال تړون دی - چې د بشري حقونو تړون په نوم هم یادیږي او پکې د ماشومانو حقونه خوندي ساتل کيږي.
د آسټرالیا په ګډون د نړۍ نږدې هر هیواد کنوانسیون ته ژمن دی او دا د بشري حقونو ترټولو پراخه ملاتړ شوی تړون دی.
ځینې حقونه چې د ماشوم د حقونو په کنوانسیون کې شامل دي د خوندي پاتې کیدو حق، د لوبې کولو حق، د زده کړې حق او د سالم ودې حق پکې شامل دي.
په اسټراليا کې د ماشومانو حقونو غفلت بايد ټاکل شوې ادارې ته د ډاکټرانو ، نرسان ، ښوونکي ، پولیس او مذهبي سازمانو لخوا جبري راپور ورکړل شي.

اسټراليا کې د ۶ او ۱۷ کلنو ماشومانو باندې ښوونځي ته تګ جبري ده او بله خوا ماشومان تر ۱۵ کلنۍ حق نه لري چې په کوم ځای کې په تنخوا کار وکړي.
اسټراليا کې يو ماشوم چې عمر يې ۱۰ کاله وي پوليس لخوا نيول کيدلی شي او جرم لپاره يې زنداني کيدلی هم شي.
بله خوا که له اسټراليا څخه بهر کورنۍ يو ماشوم له قانوني عمر څخه مخکې واده کړي هغوی تر ۲۰ کاله زنداني کيدلی شي.
دا او نور ډير څه په بشپړ رپوټ کې واورئ.





