Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د نيوزيليند جوماتونو قربانيانو کورنۍ يو کال وروسته خپل کيسې شريکوي

Friday prayers in Christchurch ahead of the memorial.

Victoria camielrinde ezanlar okunmaya devam etse de cemaat namazlarına ara verildi. Source: AAP

تير کال د مارچ مياشت ۱۵ نيټې باندې نيوزيليند دوو جوماتونو باندې بريد کې ۵۱ مسلمانان ووژل شول.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Virginia Langeberg, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


تير کال د مارچ مياشت ۱۵ نيټې باندې نيوزيليند دوو جوماتونو باندې بريد کې ۵۱ مسلمانان ووژل شول.


د نيوزيليند تر ټولو تورې ورځې ځخه يو کال تير شو، ولې اوس هم د قربانيانو کورنيو زخمونه تازه او غم ې ندی هير شوی.

د نيوزيليند کرايس چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو بريد چې تير کال د مارچ مياشت ۱۵ نيټې باندې ترسره شول ۵۱ مسلمانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمير نور بيا ټپيان شول.

يادو بريدونو کې ګڼو افغانانو ته هم مرګ ژوبله واوښته او د بريدونو لومړنۍ قرباني يو افغان وه چې حاجې داود نوميده.

د جمعې په ورځ ياد هيواد کې د تير کال بريدونو قربانيانو ياد لپاره ځيني مراسم ترسره شول او ځانګړې دعاوې وشوې. يادو مراسمو کې د نيوزيليند لومړۍ وزيرې جسينډا ارډرن هم ګډون کړی وه.

اغلې وويل، د تير کال بريد نيوزيليند کې بڼسټيز بدلون راوست او له پيښې وروسته نيوزيليند کې پر وسلو ساتلو بنديز ولګيد او له ۶۰،۰۰۰ ډيرې وسلې له خلکو راټولې شوې.

نن په پام کې وه چې د نيوزيليند حکومت د تير کال بريدونو قربانيانو ياد کې يوه ستره غونډه جوړه کړي ولې دا غونډه وروستيو شيبو کې د کرونا وايروس خپريدو خطر له امله لغوه شوه، د نيوزيليند لومړۍ وزيرې وويل، د يادې غونډې لغوه کولو لپاره خپه شوه ولې د کرونا وايروس ويرې لپاره يې ونه غوښتل چې له يوې بدې پيښې وروسته بله رامينځته شي.

اس بي اس د قربانيانو کورنيو له ځينو غړو سره خبرې کړي ا د هغوی اوسنی حال يې راخيستی چې دا ټول په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now