ايتلافي ګوند او هم لومړي وزيرسکاټ موريسن د تيرې ورځې ټاکنو په اړه جلا نظر درلود ولې ټاکنې له حيرانوونکو پايلو سره پای ته ورسيدلې.
ليبر ګوند ستره ماتې وخوړه او دا هغه ماتې ده چې درد يې ډير دی.
د ليبر ګوند ماتې درد ځکه ډير دی چې تيرو مياشتو کې ترسره شوو ټولو ټولپوښتنو کې خلکو له ليبر ګوند څخه ملاتړ ښودلی وه او حتی ټاکنيز کمپاين دوران کې کله چې د دواړو لويو سياسي ګوندونو مشرانو ټلويزيوني مناظرې وکړې نو د يادو مناظرو پايلې ټولې د ليبر ګوند په ګټه پای ته ورسيدې او همدا وه چې ليبر ګوند پوره ډاډ سره د ټاکنو په ورځ پايلو ته په تمه وه چې له اکثريت سره به حکومت جوړوي ولې پايلې بل څه وې.
ليبر ګوند نه يوازې داچې ټاکنې وبايللې بلکې خپل ځيني مهمې څوکۍ چې ليبر ګوند بايد ګټلې وای هغه يې هم له لاسه ورکړې.
د ليبر ګوند ستره ماتې په کوينزليند ايالت کې وخوړه چې له تمې ډير لرې د ياد ايالت ډيرو سيمو ليبر ګوند ته شا کړه او ايتلافي ګوند يې واک ته ورساوه.
داچې له ټاکنو ورسته څه وشول تاسو ته رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.