آيا د افغانستان د ټاکنو کميسيون د کميشنرانو ګوښه کول سم کار وه؟

Source: Social media - public domain
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یوشمېر لرې شوي کمیشنران وايي، د حکومت وروستۍ اقدام سیاسي لوبه وه او ولسمشر غني د خپل شخصي کمپاین لپاره ترې استفاده وکړه. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دندې ګوښه شوې مرستیالې حمیرا حقمل وویل، ولسمشر د انتخاباتي کمیسیونونو کمېشنران له دې امله لرې کړل چې د یوې کمې مودې لپاره د خلکو ذهنیتونه ارام کړي. خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د ولسمشر له دغه اقدام نه هرکلی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د نوي قانون د تصویب شوي طرحې له مخې افغان حکومت د انتخاباتي کمېسیونونو کمشنران له دندو ګوښه کړي. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورئ.
شریکول