Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په افغانستان کې د فېسبوک د بندېدو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي

Facebook
Source: Facebook

د طالبانو حکومت د فیسبوک په ټولنیزه شبکه باندې د محدویت او یا هم بندیز لګولو د تګلارې د جوړېدو خبره داسې مهال راپورته کوي چې له دې مخکې هم په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو حکومت د رسنیو د سانسور او د خپلو منتقدینو د نیولو په ګډون ګڼ اقدامات کړي چې له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د طالبانو حکومت د فیسبوک په ټولنیزه شبکه باندې د محدویت او یا هم بندیز لګولو د تګلارې د جوړېدو خبره داسې مهال راپورته کوي چې له دې مخکې هم په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو حکومت د رسنیو د سانسور او د خپلو منتقدینو د نیولو په ګډون ګڼ اقدامات کړي چې له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.


د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د فېسبوک په اړه ویلي چې داسې یوه تکلاره يې جوړه کړې چې له مخې به يې افغانستان کې پر فیسبوک ټولنیزې شبکې محدودیت او یا هم بشيړه بندیز ولګوي.

د طالبانو حکومت د دغې تګلارې له جوړېدو موخه پر فېسبوک د ځوانانو د وخت او پیسو د لګښت ترڅنګ د هغه څه مخنیوي په ګوته کړی چې د دوی پر وینا غیر اخلاقي مسایل دي.

یو شمېر عام افغانان او د دغې ټولنیزې شبکې کاروونکي د طالبانو له لوري د فیسبوک ټولنیزې شبکې د محدودولو او یا هم بشپړه بندولو په اړه اندېښمن دي.

د فېسبوک یو شمېر کاروونکي د طالبانو حکومت د دې ممکنه اقدام په اړه وايي، که چیرې په افغانستان کې فېسبوک بند شي تر ډېره اقتصادي زیان يې افغانانو ته رسیږي، ځکه د دوی په ویناه اکثریت خلک انلاین کاربارونه لري.

دوی له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت څخه وغوښتل چې له دغه اقدام څخه ډډه وکړي او فیسبوک بند نکړي.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now