د شمالي وزيرستان بيا رغونې چارې په ټپه ولاړې دي

Pakistani troops walk through the damaged market in Sararogha, a town of the troubled Pakistani tribal region of South Waziristan along the Afghan border. Source: AAP
شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ عملياتو د زرګونو کسانو بې کوره کولو ترڅنګ يادې سيمې ډيري ماکيټونه ويجاړ شوي. داچې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې يادو سيمو کې عمليات پای ته رسيدلي ولې ځايي خلک بيا وايي چې د شمالي وزيرستان ويجاړی وروسته اوس د بيا رغونی چارې په ټپه ولاړې دي د شمالي وزيرستان اوسيدونکي وايي چې ددوی کاروبار هم په ټپه ولاړ دی او هم د هر رنګه کاروبار پيلولو لپاره بايد دوی له حکومت څخه اجازه واخلي چې دې کار دوی ته سر خوږی جوړ کړی. شمالي وزيرستان اوسيدونکو له اس بي اس پښتو خپرونې سره خپلې انديښنې شريکې کړي چې تاسې کولی شئ چې د هغوی غږونه درته واورئ.
شریکول