د افغانستان هوا ورځ تر بلې ککړه کيږي

Kabul, Afghanistan

Kabul, Afghanistan Source: Fardin Waezi, UNAMA

د غبرګولي ۱۵ چې د جون له ۵ سره سمون لري د چاپیریال ساتنې نړېواله ورځ ده. په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په دغه هېواد کې چاپیریالي ستونزې مخ په ډيریدو دي. د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مسوولان د هېواد د چاپیریال موجوده ککړتیا د اندیښنې وړ بولي خو وايي، د هوا د کیفیت د څار لپاره د نویو دستګاوو د اخېستلو پلان لري. د چاپیریال ساتنې اداره په موټرو کې د بې کېفیته تیلو استعمال، د سړکونو خرابوالی، د نفوس ډیروالی، د خښتو د بټیو موجودیت، فابریکې او په حمامونو او هوټلونو کې د لرګیو او نورو بې کېفیته شیانو سوځول د هوا د ککړیدو مهم عوامل بولي. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now